په کوټه کې چاودنه شوې ده

د پاکستان د کوټې په ښار کې چاودنه شوې

1515707
په کوټه کې چاودنه شوې ده

د پاکستان  د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمیره لوړه شوه.

تیره ورځ په ناوخته ساعتونو کې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار د هزار ګنجي په سیمه کې چاودنه وشوه چې له امله يي د مړو شمیره ۳ تنو ته او د ټپیانو شمیره ۱۶ تنو ته لوړه شوې ده .

د کوټې ښار پولیسو ویلي دي چې چاودنه په هزار ګنجي سیمه کې په یو موټر سایکل کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو د چولو په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

ویل کیږي چاودنه د ریموټ کنټرول په واسطه د لرې سیمې نه شوې ده .

د ویلو ده چې دا چاودنه پداسې حال کې رامنځته شوه چې پرون په کوټه ښار کې د حکومت مخالف پاکستان ډیموکراتیک غورځنګ  ګوند  ستره غونډه جوړه کړې وه.

د کوټې ښار امنیتي ځواکونو وار د مخه امنیتي خبرداری خپور کړی وو. په ښار کې په موټرسایکل د دوو تنو په سپریدو بندیز لګولی وو.



اړوند خبرونه