په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو دوه جلا جلا خونړي بریدونه شوي
په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه شوي
په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو په دوو جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه سرتیري او ۷ تنه هم د خصوصي امنیتي ساتونکو ژوند دلاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې تیره ورځ د پاکستان د ګوادر د سیمې د کراچۍ پر لورې روان د امنیتي ځواکونو په کتار وسله وال برید وشو. د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر ویلي دي چې د ګوادر نه د کراچۍ ښار پر لورې روانو د امنیتي ځواکونو په کتار د اورماړه په سیمه کې د ګن شمیر ترهګرو لخوا وسله وال برید وشو. پدې برید کې ۷ تنو سرتیرو او ۷ تنو هم د خصوصي امنیتي ساتونکو ژوند د لاسه ورکړ.
د برید نه وروسته په سیمه کې د ترهګرو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پيل شوي دي.
د بله پلوه تیره ورځ د پاکستان د خیبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان د رزمک په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په کتار د ریموټ کنټرول بم چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یو افسر او ۶ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د نوموړو بریدونو مسئولیت په بلوچستان کې بیلتون غوښتونکې د اتحاد بلوچ په نامه ډلې په غاړه اخیستی دی.