د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  هندوستان په پاکستان کې مذهبي نښتو په لمن وهنې تورن کړ.

عمران خان : هندوستان په پاکستان کې د مذهبي نښتو رامانځته کولو هڅه کوي

1507434
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  هندوستان په پاکستان کې مذهبي نښتو په لمن وهنې تورن کړ.

 

عمران خان ویلي دي چې هندوستان په ځانګړې توګه د تیرو ۳ میاشتو راهیسې په پاکستان کې د مذهبي نښتو د رامنځته کولو په خاطر د مختلو فرقو د دیني عالمانو او مشرانو په وژلو لاس پورې کړی دی.

عمران خان په پاکستان کې د مشهور عالمانو نه د فاروقي پوهنتون د رئیس مولانا محمد عادل خان د وژنې پړه پر هندوستان واچوله. هغه هندوستان په پاکستان کې مذهبي نښتو د رامنځته کولو لپاره په هڅو تورن کړ.

هغه د فاروقي پوهنتون په رئیس مولانا محمد عادل خان مرګونی برید په ډیره کلکه توګه وغنده. عمران خان وویل چې په تیرو میاشتو کې هم  د ورته مرګونو مخنیوی شوی دی.

هغه ویلي دي چې امینتي ځواکونه د عادل خان د قاتلینو د نیولو په خاطر کار کوي او انشاالله چې هر څه ژر به يي ونیسي او د قانون منګولو ته به يي وسپاري.

د بله پلوه د پاکستان ولسمشر عارف علوي، د پوځ مشر قمر باجوه، سیاستوالو او دیني مشرانو پر مولانا عادل خان مرګونی برید په کلکو ټکو غندلی دی او ژوره خواشیني يي څرګنده کړې ده .

د بله پلوه د پاکستان رسنیو ویلي دي چې په مولانا عادل خان برید تیر کال پر مفتي تقي عثماني ترسره  شوی برید  د عینې کسانو لخوا شوی دی.

د ویلو ده چې د  مفتي تقي عثماني  پر موټر تیر کال د مارچ په ۲۲ مه نیټه وسله وال برید شوی خو تقي عثماني ددې برید نه روغ رمټ وتلی وو خو د موټر چلوونکي پکې ژوند د لاسه ورکړی وو.

د ویلو ده چې د تیرې خالي د ورځې په ماښام ساعتونو کې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د مولانا عادل خان پر موټر د موټرسایکل سپرو برید کوونکو لخوا وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې عادل خان سخت ټپي شو چې وروسته يي په روغتون کې ساه ورکړه.

عادل خان په فاروقیه پوهنتون کې د خپل پلار نامتو عالم سلیم خان د قبر ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.



اړوند خبرونه