په ایران کې یوې الوتکې سقوط کړی

په ایران کې الوتکه لویدلې ده

1506770
په ایران کې یوې الوتکې سقوط کړی

په ایران کې یوې الوتکې سقوط کړی دی.

د ایران د چهار محل بختیاري په ولایت کې یوې تعلیمي الوتکې سقوط کړی چې په نتیجه کې یو تن ټپي شوی دی.

د ایران د نیمه رسمي خبري اژانس فارس د خبر له مخې د چهار محل بختیاري په ولایت کې یوې تعلیمي الوتکې سقوط کړی دی. الوتکه د هوايي ډګر ترڅنګ لویدلې ده .

 الوتکې د لویدو لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. د الوتکې پیلوټ ددې پيښې نه ټپي ژغورل شوی دی.

ټپي پیلوټ د درملنې لاندې نیول شوی دی.

د ویلو ده چې د سپټمبر په ۲۵ مه نیټه هم د ایران د البرز په ولایت کې د نظرآباد په سیمه کې هم یوې تعلیمي الوتکې سقوط کړی وو چې په نتیجه کې دوه تنه ټپي شوي وو.

 


پيوندونه: #الوتکه , #ایران

اړوند خبرونه