په پاکستان کې چاودنه شوې
د پاکستان د نوشهره په ښآر کې چاودنه شوې
1499445
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د نوشهره په ښار کې د اکبر پوره په سیمه کې چاودنه شوې ده.
د نوشهره ښار د پولیسو مشر نجم الحسن خبري رسنیو ته ویلي دي د نوشهره په سیمه کې د دریايې کابل په سیمه کې د یو مارکیټ ترڅنګ چاودنه شوې ده .
په چاودنه کې پنځو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې د چاودنې نه وروسته د پيښې قربانیان او ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د برید چاودنې لامل لا تر اوسه پورې معلوم ندی امنیتي ځواکونو په سیمه کې د شواهدو په راټولو پيل کړی دی او تحقیقات يي پیل کړي دي.
د ویلو ده چې ددینه مخکې په خیبرایجنسۍ کې د افغانستان پولې ته نږدې د لویرم کرم ولسوالۍ د شاروکي په سیمه کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یو تن ټپي شوی وو.