په پاکستان کې یوې پوځي‌ الوتکې سقوط کړی دی.

په پاکستان کې الوتکې سقوط‌ کړی

1490704
په پاکستان کې یوې پوځي‌ الوتکې سقوط کړی دی.

 

د پاکستان هوايي‌ ځواکونو د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې ددوې یوه الوتکه د تعلیمي‌ الوتنې پر مهال د پنجاب ایالت د اټک ولسوالۍ د پنډي ګهیپ په سیمه کې لویدلې ده . 

په بیان کې راغلي‌ دي چې د الوتکې پیلوټ د پیښې نه ژوندی ژغورل شوی دی او مځکې ته روغ رمټ په راښکته کیدو  بریالی شوی دی.

د پاکستان د هوايي ځواکونو ویاند ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې هیچا ته ځاني‌ زیان ندی اوښتی. 

د پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي‌ دي. 



اړوند خبرونه