په پاکستان کې د مرمرو د کان د غورځیدو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په پاکستان کې د مرمرو کان پریوتی دی
1486965
په پاکستان کې د مرمرو د یو کان د چپه کیدو په نتیجه کې په لسګونو تنو کارګرانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دا پيښه د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د مومندو په سیمه کې رامنځته شوې د ه. سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه کارګران مړه او تر ۳۰ ډیر ټپیان شوي دي.
د ژغورنې ډلو د ۱۶ تنو کارګرانو مړي د مرمرو د سترو سترو تیګو لاندې نه راویستي دي. همداشان ۳۰ تنه يي ټپي ژغورلي دي.
د پيښې لامل معلوم ندی او د لامل د معلومولو په خاطر يي تحقیقات پیل شوي دي.