په ایران کې زلزله شوې

د ایران په شمال کې د ګلستان په ولایت کې د ریښتر په کچه د ۵ عشاریه ۱ په شدت سره زلزله رامنځته شوې ده.

1486024
په ایران کې زلزله شوې

 

د تهران پوهنتون د مځکې پيژندنې مرکز ویلي دي‌ چې زلزله په ځانيي وخت د شپې په ۲ بجو او ۴ دقیقو د ګلستان ولایت اړوند د رامیان په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده  .

زلزله د مځکې لاندې په ۹ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .

د ایران د ایسنا خبري‌ اژانس د سرې میاشتې او ژغورنې او مرستدویه تشکیلاتو له قوله لیکلي‌ دي چې پدې زلزله کې لس تنه ټپیان شوي‌ دي.

زلزلې د پام وړ مالي‌ زیانونه هم رامنځته کړي‌ دي. د رامیان په ولسوالۍ کې یو زیات شمیر کورونه نړیدلي‌ دي او زیان يي لیدلی دی. په سیمه کې د پلټنې چارې اوس هم دوام لري.

د بله پلوه ځینو خبري‌ رسنیو د زلزلې له امله د ۲۲ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.


پيوندونه: #زلزله , #ایران

اړوند خبرونه