په پاکستان کې چاودنه شوې

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې چاودنه شوې

1484859
په پاکستان کې چاودنه شوې

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې چاودنه شوې ده.

د بلوچستان ایالت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي‌ چې چاودنه د کویټه ښار د سریاب روډ په سیمه کې په یو موټر سایکل کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

د کویټې د ښار پولیسو ویلي دي چې چاودنه  د سریاب روډ  اړوند د ولي‌ جیټ په سیمه کې په یو موټر سایکل کې رامنځته شوې ده .

چاودنې لږ  تر لږه ۴ تنه ټپیان کړي‌ دي.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د چاودنې نه وروسته پولیس او روغتیايي پرسونل سیمې ته ورسیدل او د پيښې ټپيان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړي‌ دي.



اړوند خبرونه