د امریکا ولسمشر ټرمپ ته د روحاني‌ ځواب

حسن روحاني : ټرمپ تل د جګړې او ستونزو جوړولو په لټه کې دی

1471704
د امریکا ولسمشر ټرمپ ته د روحاني‌ ځواب

د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ‌ د هغه څرګندونو په ځواب کې چې ویلي وو د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو په صورت کې به د ایران سره تړون لاسلیک کړي وویل، ته کله په خپله خبره دریدلی دی چې نن ودریږي. ته تل د جګړې او ستونزو رامنځته کولو په لټه کې يي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني‌ دا څرګندون په پلازمینه تهران کې د وزیرانو د شورا د غونډې نه وروسته خبري‌ غونډې ته وکړې.

هغه د مهمو مسئلو په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

روحاني‌ د یو تن خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ټرمپ‌ وايي د دویم ځل لپاره د ټاکل کیدو په صورت کې به د ایران سره د تړون لاسلیک کړي‌ داسې وویل ، امریکا پر ایران د وسلو د بندیزونو د دایمي‌ کولو په خاطر د ملګروملتونو د امنیت شورا ته مسوده وړاندې کړې ده .

هغه ټرمپ‌ ته په خطاب کې وویل " ډیر لرې نه تاسې د ایران سره د دښمنۍ په خاطر پرون شپه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا ته پر ایران د وسلو د بندیز د دایمي‌ کولو په خاطر مسوده وړاندې کړه. د همدې امله دا پخپله ددې ښکارندويي کوي‌ چې تاسې رښتیا نه وایاست. تاسې هیڅوخت په خپلو کړو ژمنو عمل ندی کړی او داچې وضعیت څه دی پدې ځان نه پوهوۍ. ځکه چې تاسې تل د جګړې او ستونزو رامنځته کولو په لټه کې یاست. که چیرې تاسې په واقعیت سره د ایران سره د موجودو ستونزو حل غواړۍ پس ولې اوس هم دښمني ګالۍ  او زمونږ سره دښمني‌ کوئ؟

روحاني‌ د امریکا لخوا د ملګروملتونو د امنیت شورا ته وړاندې شوې مسودې نه د امینت شورا د ۲۲۳۱ شمیرې پریکړې او حکم سره په ټکر کې وبلله .

روحاني‌ وویل پوره باور لري‌ چې دا مسوده به رد شي.

هغه وویل چې امریکا به یو ځل بیا د ماتې خوند وڅکي او یواځې به پاتې شي. ځکه چې دا مسوده د اټومي‌ تړون سره په ښکاره توګه په ټکر کې ده .



اړوند خبرونه