د لبنان ولسمشر: د بیروت د چاودنې اصلي لامل تر اوسه پورې معلوم شوی ندی

د لبنان ولسمشر میشل اون په بیروت کې د سترې چاودنې او فاجعې په اړه ډیرې مهمې څرګندونې وکړې.

1468912
د لبنان ولسمشر: د بیروت د چاودنې اصلي لامل تر اوسه پورې معلوم شوی ندی

 

هغه وویل سره ددې چې د بیروت د چاودنې اصلي لامل تر اوسه پورې معلوم شوی ندی خو لومړني‌ تحقیقات ښايي کیدای شي چې دا چاودنه د توغندي یا بم په نتیجه کې رامنځته شوي‌ وي.

هغه وویل چې پدې پیښه کې مونږ بهرنۍ مداخله ردولی نشو. تحقیقات روان دي. کیدای شي چې پدې ستره فاجعه کې توغندي‌ یا بم نه کار اخیستل شوی وي.

د لبنان ولسمشر دا څرګندونې په بیان کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا خپور شوی کړي‌ دي.

د یادولو وړ ده چې د اګست په څلورمه نیټه د لبنان په پلازمینه بیروت کې د بیروت په بندر کې دوه ډیرې سترې چاودنې له امله چې په نتیجه کې ۱۵۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او څه باندې ۵۰۰۰ تنه ننور ټپیان شوي‌ دي.

همداشان دې سترې پیښې پلازمینې بیروت ته ستر مالي زیانونه اړولي دي. په ځانګړې توګه د بیروت بندر په کامله توګه له منځه تللی دی.


پيوندونه: #چاودنه , #بیروت , #لبنان

اړوند خبرونه