ایران امریکا ته ګواښ‌ وکړ

ایران د امریکا جنګي‌ الوتکو لخوا د دمشق د پاسه ددوې د مساپر وړونکې الوتکې ګواښلو په مقابل کې امریکا ته ګواښ وکړ

1461521
ایران امریکا ته ګواښ‌ وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د سوریې په هوايي حریم کې د امریکا لخوا د ایران د مساپر وړونکي‌ الوتکې د ګواښل کیدو په اړه وویل چې ایران هیڅ خصمانه حرکت بې ځوابه نه پریږدي.

عباس موسوي‌ د بیان په خپرولو سره  د سوریې په هوايي حریم کې د ایران د ماهان هوايي کرښو شرکت اړوند د مساپر وړونکې الوتکې په اړه د امریکا د مرکزي‌ قوتونو د قومندانۍ څرګندونې په کلکه توګه غندلي دي او د امریکا د مرکزي قوتونو د قومندانۍ دا تشبث يي د هوانوردۍ د نړۍوالو حقونو او قواعدو نه ښکاره سرغړونې او په سیمه کې د سولې او امنیت د لمنځه وړو د یو اقدام په توګه یادونه کړې ده .

هغه په خپور کړي‌ بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې " ایران هیڅډول خصمانه او د دښمنۍ ډک تشبث او اقدام بې ځوابه نه پریږدي."

د وخت په رارسیدو سره به دې بې منطقه اقدام ته لازم ځواب ورکړل شي.

د ویلو ده چې تیره ورځ ایران د سوریې د پلازمینې دمشق د پاسه ددوې یوه مساپر وړونکې الوتکه د امریکا یا اسراییلو د جنګي‌ الوتکو لخوا د ګواښل کیدو او پدې پيښه کې د مساپر وړونکې الوتکې د ګن شمیر مساپرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ.

د امریکا د مرکزي قوتونو قومندانۍ د ایران ددې څرګندونو په ځواب کې وویل چې ددوې یوې اف ۱۵ ډوله جنګي‌ الوتکې د دمشق د پاسه د ایران اړوند مساپر وړونکې الوتکه د امنیتي‌ مصافې یا زرو مترو په نظر کې نیولو سره په ظاهري ډول تر کنټروله تیره کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیا د امریکا د مرکزي قوتونو د قومندانۍ ددې څرګندونو نه د خندا وړ یوې بهانې په توګه یادونه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند موسوي په خپور کړي‌ بیان کې ویلي  دي‌ چې

" په سوریه کې د امریکا پوځي‌ موجودیت او د جنګي‌ الوتکو دندې ترسره کول پخپله یو غیرې قانوني‌ او نامشروع عمل دی. تر مهمه هیچا امریکا ته د جنګي‌ الوتکو سره د مساپر وړونکو الوتکو  د کنټرول دنده او صلاحیت ورکړی ندی. دا ډول یو عمل د ټولو نړۍوالو قوانینو نه ښکاره سرغړونه او ګواښ رامنځته کول دي. دا د معصومو انسانانو د ژوند سره لوبې کول دي. او بل دا چې جنګي‌ الوتکو امنیتي مصافه هم نوه په نظر کې نیولې او ایران مساپر وړونکې الوتکې ته ډیرې زیاتې رانږدې شوې وې."

د ویلو ده چې تیره ورځ د ایران د ماهان هوايي کرښو شرکت اړوند یوه مساپر وړونکې الوتکه چې د تهران نه بیروت ته روانه وه د سوریې د پلازمینې دمشق د هوايي حریم نه د تیریدو پر مهال د امریکا د جنګي‌ الوتکو لخوا ګواښل شوې وه.

ایران ویلي وو چې د امریکا جنګي‌ الوتکې په ډیره خطرناکه توګه ددوې مساپر وړونکې الوتکې ته د رانږدې کیدو سره د الوتکې پيلوټ لخوا د مانور د ترسره کیدو له امله ګن شمیر مساپر ټپيان شوي‌ دي.


پيوندونه: #ګواښ , #ایران , #امریکا

اړوند خبرونه