ایران : د امریکا یا اسراییلو ۲ جنګي‌ الوتکو په هوا کې زمونږ مساپر وړونکې الوتکه ګواښلې ده

امریکا جنګي الوتکو په هوا کې د ایران مساپر وړونکې الوتکه ګواښلې

1461152
ایران : د امریکا یا اسراییلو ۲ جنګي‌ الوتکو په هوا کې زمونږ مساپر وړونکې الوتکه ګواښلې ده

ایران د سوریې د پلازمینې دمشق په هوايي حریم کې د تهران نه بیروت ته روانې  ددوې یوه  مساپر وړونکې الوتکه د امریکا یا اسراییلو د دوو جنګي‌ الوتکو لخوا  د ګواښل کیدو ادعا شوې ده .

امریکا متحده ایالتونو مرکزي قوتونو قومندانۍ بیا ویلي دي چې د سوریې د پلازمینې دمشق په هوايي حریم کې د ایران د ماهان هوايي کرښو اړوند د الوتکې پر وړاندې دا خنډ د امنیتي دلایلو او نړۍوالو ستندردونو سره سم شوی دی.

ایران ویلي دي چې د سوریې د پلازمینې دمشق د پاسه ددوې د ماهان هوايي کرښو اړوند مساپر وړونکې باندې د اسراییلو یا امریکا د دوو جنګي‌ الوتکو لخوا د تیري په تشبث کې ګن شمیر مساپر ټپیان شوي‌ دي.

د امریکا مرکزي قوتونو قومندانۍ بیا ویلي‌ دي چې ددوې یوې اف ۱۵ ای ډوله الوتکې د دمشق په هوايي حریم کې د ایران د ماهان د هوايي کرښو اړوند الوتکه د  امنیتي‌ مصافې یعنې زر متره  مصافې په نظر کې نیولو سره د ستندردونو له مخې په ظاهري ډول تر کنټروله تیره کړې ده .

دا کنټرول د دمشق د تانف په قرارګاه کې د داعش پر خلاف د مبارزې د ځواکونو د امنیت په خاطر ترسره شوی دی.

د اف ۱۵ الوتکې پيلوټ وروسته ددې چې پوه شو چې دا یوه مساپر وړونکې الوتکه ده د الوتکې سره يي خپله مصافه لا زیاته کړې ده . دا مسلکي‌ کنټرول د نړۍوالو ستندردونو سره سم ترسره شوی دی.

د ایران دولتي‌ تلویزیون ویلي‌ وو چې ددوې په مساپر وړونکې الوتکې تیري کوونکې جنګي‌ الوتکې د اسراییلو اړوند وې خو د تسنیم خبري‌ اژانس بیا د ایراني‌ مساپر وړونکې الوتکې د پيلوټ له قوله په خپور کړي‌ خبر کې ویلي وو چې الوتکې د امریکا متحده ایالتونو اړوند وې.  



اړوند خبرونه