ایران د سعودي‌ عربستان سره مذاکراتو ته چمتوالی وښود.

ایران : حاضر یو چې د سعودي عربستان سره موجودې ستونزې او اختلافات د خبرو له لارې حل کړو

1458269
ایران د سعودي‌ عربستان سره مذاکراتو ته چمتوالی وښود.

 

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي وویل چې هیواد يي‌ د سعودي‌ عربستان سره مذاکراتو ته او موجود اختلافات د ډیالوګ له لارې حلولو ته چمتو دی.

موسوي د ایران د رسمي‌ خبري اژانس سره په مرکه کې سعودي‌ عربستان ته د عراق د لومړي‌ وزیر مصطفی الکاظمي د ترسره کیدونکي  سفر  او په  ریاض کې د ایران او سعودي‌ عربستان د اړیکو د خبرو اړوند پوښتنې ځواب کړې.

ویاند وویل چې ایران د سیمې د هیوادونو سره همکاریو او او مذاکراتو ته هر وخت چمتو دی.

هغه وویل چې اختلافات او غلطفهميو په څیر ستونزې تل د ډیالوګ او خبرو اترو له لارې د حل وړ دي. د سعودي‌ عربستان په اړه زمونږ سیاستونه او هلې ځلې څرګندنې دي. مونږ تل د سعودي عربستان سره د موجودو ستونزو او اختلافاتو د حل په خاطر خبرو اترو ته چمتوالی ښودلی او نن هم چمتو یو.

خو ده چې زمونږ سیمه ایزو مذاکراتو او همکاریو دې وړاندیز ته څه ډول ځواب ورکول کیږي‌ دا خبره د سعودي‌ عربستان د مقاماتو پورې اړه لري.

د ویلو ده چې ایراني‌ رسنیو ویلي وو چې د عراق لومړی وزیر الکاظمي به لومړی ایران او وروسته سعودي عربستان ته سفر وکړي. د عراق لومړی وزیر به د ریاض او تهران ترمنځه د منځګړي‌ رول ولوبوي.

خو سعودي‌ عربستان ته د عراق د لومړي‌ وزیر سفر د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله په روغتون کې د بستري کیدو له امله وځنډید.



اړوند خبرونه