د ایران د پلازمینې تهران د قدس په ولسوالۍ کې د چاودنې ادعا شوې

د ایران د قدس په ښآر کې چاودنه شوې

1452527
د ایران د پلازمینې تهران د قدس په ولسوالۍ کې د چاودنې ادعا شوې

د ایران د پلازمینې تهران په لویدیځ کې د قدس په ولسوالۍ کې د چاودنې غږ اوریدل شوی دی.

د ایران د دولتي‌ تلویزیون  په قدس ولسوالۍ کې د چاودنې نه خبر ورکړی دی خو د پيښې په اړه يي ډیر جزیات ندي‌ ورکړي.

د چاودنې نه وروسته د قدس د ښار برښنا هم پرې شوه.

د قدس د ښار یو مقام خبري رسنیو ته ویلي دي‌ چې دا چاودنه د ګازو د یو سلنډر د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده خو د بله پلوه بیا د قدس  ولسوال بیا  پدې ښار کې د هر ډول چاودنې رامنځته کیدل رد کړي‌ دي.

هغه ویلي دي‌ چې د برښنا قطع کیدل هم د برښنا ادارې د برښنا د پرچاوۍ له امله رامنځته شوې د ه.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په ایران کې  د برښنا په توربینونو او د ګازو په مرکزونو کې پرله پسې چاودنې رامنځته کیږي. داسې ادعا شوې چې دا چاودنې د بهر نه د ترسره کیدونکي  سایبري بریدونو په نتیجه  کې رامنځته شوي‌ دي.


پيوندونه: #چاودنه , #ایران

اړوند خبرونه