په تهران کې چاودنه شوې
د ایران په پلازمینه تهران کې چاودنه شوې ده.
1450448
د ایران د دولتي تلویزیون د خبر له مخې د پلازمینې تهران د باقر شهر په سیمه کې په یوې فابریکه کې د اکسیجن په ټانکر کې چاودنه وشوه.
په خبر کې راغلي دي چې چاودنه د ټانکر د ډکولو پر مهال رامنځته شوې ده.
په چاودنه کې دوه تنه مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان چاودنې شاوخوا سیمې ته هم د پام وړ مالي زیان اړولی دی.
د ویلو ده چې چاودنه د سهار د اذان نه مخکې د درې نیمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.