په تهران کې په یو کلینیک کې د چاودنې له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ

په ایران کې په یو روغتیايي کلینیک کې خونړې چاودنه شوې

1446516
په تهران کې په یو کلینیک کې د چاودنې له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ

د ایران په پلازمینه تهران کې په یو روغتیايي کلینیک کې  د چاودنې له امله د مړو شمیره ۱۹ تنو ته لوړه شوه.

د تهران په شمالي برخو کې په یو روغتیايي کلینیک کې د اکسیجن د کپسول د چاودنې له امله په کلینیک کې اورلګیدنه پيل شوه.

د تهران د اور وژنې او بیړنیو خدماتو ادارې ویلي دي چې په روغتیايي کلینیک کې د چاودنې او اور لګیدنې له امله د ۶ تنه نور مړي‌ هم وموندل شول چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۹ تنو ته لوړه شوه.

د ویلو ده چې تیره شپه د ایران په ځايي وخت د شپې د ۹ بجو په شاوخوا کې د تهران په شمال کې په یو روغتیايي کلینیک کې د اکسیجن د کپسول د چاودنې له امله اورلګیدنه رامنځته شوه.

د پیښې نه سمدلاسه وروسته د اور وژنې د ډلو سربیره د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته راورسیدې.

د ژغورنې او اور وژنې ډلو د کلینیک نه ۲۰ تنه ژوندي وژغورل او د ۱۳ تنو مړي راوویستل. همداشان د اورلګیدنې تر کنټرول لاندې د راتلو نه وروسته په پلټنو کې ۶ تنو نورو مړي‌ وموندل شول.

ویل کیږي‌ پدې پيښه کې ۱۵ تنو ښځو او ۴ تنو نارینو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان پدې پیښه کې ۶ تنه ټپیان ژغورل شوي‌ دي چې په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.


پيوندونه: #چاودنه , #تهران , #ایران

اړوند خبرونه