د تهران په ختیځ کې ستره چاودنه شوې
د تهران په ختیځ کې د ګازو په یو ډیپو کې ستره چاودنه شوې
د ایران پلازمینې تهران په ختیځ کې یوه ستره چاودنه شوې ده.
ویل کیږي چاودنه د نوموړي هیواد د دفاع وزارت اړوند د یو مرکز ترڅنګ د ګازو په ډیپو کې رامنځته شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په چاودنه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د ایران رسمي خبري اژانس د دولتي مقاماتو له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي دي لکه څرنګه چې ادعا شوې ده چاودنه په پوځي سیمه کې نده رامنځته شوې. چاودنه د ایران د دفاع وزارت اړوند د یو مرکز ترڅنګ شوې ده .
په چاودنه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی او نور جزیات به وروسته د اړوند مقاماتو لخوا وړاندې شي.
د بله پلوه د ایران د بیړنیو حالاتو مرکز ویلي دي چې د چاودنې نه وروسته ددوې نه د امبولانس غوښتنه نده شوې .
د تهران د والي مرستیال حمید رضا ویلي دي چې د چاودنې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
ویل کیږي د چاودنې او رڼا د ډیرو لرو پرتو سیمو نه هم اوریدل شوې او لیدل شوي دي. عیني شاهدانو ویلي دي چې د چاودنې نه مخکې لومړی یو نارنجي رنګه رڼا ولیده او وروسته درنده چاودنه رامنځته شوه.