په پآکستان کې د مدرسې د چت د نړېدو له امله ۷ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړ

د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د مدرسې د چت نړېدو له امله ۲۰ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

1428610
په پآکستان کې د مدرسې د چت د نړېدو له امله ۷ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړ

 

  د پاکستان د بلوچستان ایالت  په  شمالي وزیرستان  کې  د یوې مدرسې د چت د لویدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۷ تنو د قرانکریم زده کوونکو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د شمالي‌ وزیرستان د پولیسو یو تن مشر اعظم خان خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې دا پيښه د شمالي‌ وزیرستان د شیوا په سیمه کې رامنځته شوې ده. د شیوا په سیمه کې د یوې مدرسې د چت د نړېدو له امله د قرانکریم ۷ تنه زده کوونکي‌ ماشومان مړه  او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

هغه ویلي دي چې ددې پیښې ټپیان د هنګو روغتونونو ته انتقال شوي‌ دي.

هغه ویلي دي چې په سیمه کې د مدرسې د شاوخوا کورونو ماشومان په مدرسه کې د قرانکریم په زده کړه بوخت ول چې په ناڅاپي‌ توګه پرې چت راپرېوته.

د پیښې نه وروسته د سیمې خلکو د ژغورنې ډلو ته خبر ورکړ چې د سیمې د خلکو او ژغورنې ډلې په مرسته ۱۳ تنه ماشومان ټپي وژغورل شو او د ۷ تنو مړي‌ د خاورو لاندې نه راوویستل شول.

ویل کیږي‌ د ټپیانو نه بعضې چې روغتیايي حالت يي ښه نه وو  د لا ښې تداوۍ په موخه پيښور ته استول شوي‌ دي.

 



اړوند خبرونه