ایران د امریکا نه ملګروملتونو سازمان ته شکایت وکړ

ایران : که چیرې امریکا وینزویلا ته زمونږ د تیلو د صادراتو پر وړاندې خنډ جوړ کړي‌ سمدلاسه به ځواب ورکړو

1419229
ایران د امریکا نه ملګروملتونو سازمان ته شکایت وکړ

ایران د ملګروملتونو سازمان ته د امریکا نه شکایت وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا لخوا وینزویلا ته د ایران د تیلو د صادراتو د مخنیوي  له امله ملګروملتونو سازمان ته د نوموړي‌ هیواد ته شکایت کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت  د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ملګروملتونو عمومي‌ سرمنشي‌ انتونیو ګوتریش په خطاب یو لیک لیکلی او استولی دی.

جواد ظریف د ملګروملتونو سرمنشي‌ ته په استولي‌ لیک کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي‌ دي‌ چې د امریکا دا غیرې قانوني‌  او پارونکي ګواښونه نړۍوالې سولې او امنیت ته ستر ګواښ او یو ډول غلا ده. امریکا  باید په نړۍ کې د زور زیاتي‌ ته د پای ټکی کیږدي او نړۍوالو حقوقو او په ځانګړې توګه سمندري‌ ټرانسپورت ازادیو ته باید درناوی وکړي.

جواد ظریف ویلي‌ دي‌ چې ایران به هم د امریکا ددې ګواښونو په مقابل کې لازم تدابیر ونیسي.

د بله پلوه د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سویس سفیر چې د امریکا او ایران ترمنځه د منځګړي رول لوبوي بهرنیو چارو وزارت ته رابللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي د سویس سفیر ته ویلي دي‌ چې د ایران او وینزویلا ترمنځه  مشروع او قانوني‌ تجاري‌ اړیکي‌ شتون لري . د امریکا لخوا وینزویلا ته د ایران د تیلو د صادرونکو په ټانکرانو هر ډول مداخلې ته به ایران سمدلاسه او په ډیره چټکه توګه ځواب ورکړي.

د ایران خبري‌ رسنیو د امریکا لخوا وینزویلا ته د ایران د تیلو د صادراتو د مخینوي او خنډ رامنځته کولو په خاطر د کریبین ټاپوګانو ته ۴ جنګي‌ کښتۍ او یوه کشفي الوتکې د استولو ادعا کړې ده .

د یادولو وړ ده چې وینزویلا په نړۍ کې د نفتو تر ټولو د سترو زیرمو خاوند دی خو دا هیواد د تحریمونو او اقتصادي بحرانونو له امله نشي‌ کولای چې نفت اخراج کړي‌ چې د همدې امله د ایران نه تیل رانیسي. همداشان ایران بیا د امریکا د تحریمونو امله د تیلو په پلورولو کې د ستونزو سره مخامخ دی.



اړوند خبرونه