په ایران کې د سمندري‌ تمریناتو پر مهال په لسګونو تنو سمندري‌ ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ایران کې د سمندري‌ تمریناتو پر مهال ۳۴ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

1414719
په ایران کې د سمندري‌ تمریناتو پر مهال په لسګونو تنو سمندري‌ ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ایران کې د سمندري‌ ځواکونو د تمریناتو پر مهال په یوې کښتې کې د رامنځته شوې پيښې له امله لږ تر لږه ۱۹ تنو سمندري‌ ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی  او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د ویلو ده چې یو زیات شمیر نړۍوالو ایراني  خبري‌ رسنیو ایراني‌ ځواکونو د سمندري‌ تمریناتو پر مهال په اشتباه کې په خپلې یوې کښتې د برید کولو نه خبر ورکړی وو.

د ایران سمندري‌ ځواکونو سره ددې چې د تیرې شپې راهیسې دا خبر رد کړی وو  او یواځې د یو تن سرتیري د وژل کیدو او ۱۵ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکولو خو نن يي ددې پيښې د مرګ ژوبلې شمیره اعلان کړه.

د ایران د سمندري‌ ځواکونو د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې  پرون یکشنبه د مې د میاشتې لسمه نیټه د مازیګر په ساعتونو کې د جاسک او چابهار په سیمو کې د سمندري‌ ځواکونو د  تمریناتو پر مهال په یوې  کښتۍ کې د رامنځته شوې پیښې له امله یو زیات شمیر سمندري‌ ځواکونو ژوند د لاسه ورکړ.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د پيښې نه وروسته یو زیات شمیر د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې .

پدې پيښه کې ۱۹ تنه وژل شوي‌ او ۱۵ تنه ټپي ژغورل شوي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ هغه کښتۍ چې دا پيښه پکې رامنځته شوې ده د تحقیقاتو په خاطر وچې ته راانتقال شوې ده.

خو په بیان کې د  پيښې د څرنګتیا په اړه څه ندي‌ ویل شوي.



اړوند خبرونه