د پ ک ک ترهګري‌ سازمان په ادلب کې د ستر قتل عام غوښتنه وکړه

د پ ک ک ترهګری سازمان : په ادلب کې میشت ټول ترهګري‌ دي او باید ټول ووژل شي

1399320
د پ ک ک ترهګري‌ سازمان په ادلب کې د ستر قتل عام غوښتنه وکړه

د پ ک ک ترهګري سازمان د سوریې د ادلب په ښار کې د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو د ستر قتل عام د ترسره کولو غوښتنه وکړه.

په سوریه کې د پ ک ک ترهګري‌ سازمان  پوځي‌ څانګې  تش په نامه د سوریې دیموکراتیک ځواکونو د رسنیو مسئول ابراهیم ابراهیم وویل چې په ادلب کې د میشتو کسانو لویه برخه ترهګر دي‌ او دا ټول باید ووژل شي. هغه په سوریه کې د ۳ او که نوي‌ د ۲ میلیونو تنو د وژلو غوښتنه وکړه.

ابراهیم د سوري مخالفینو اړوند د سوریه تلویزیون  د یوې خپرونې سره چې د کرونا ویروس په اړه يي بحث کولو د ویدیو کنفرانس له لارې اړیکه ټینګه کړه.

هغه دلته د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وویل چې د روغتیا نړۍوال سازمان لخوا د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په خاطر ادلب ته د طبي‌ توکو او مرستو د رالیږولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې  دا مرستې په اصل کې د ترهګرو نه د ملاتړ په معنا دي. ځکه چې په ادلب کې میشتو ټول ترهګر دي.

د خپرونې ویاند د هغه نه پوښتنه وکړه چې په ادلب کې ۴ میلیونه تنه انسانان ژوند کوي‌ آیا دا ۴ میلیونه تنه انسانان ټول ترهګر دي؟ هغه په ځواب کې وویل چې هو دا ټول ترهګر دي . که چیرې ټول نوي‌ ۷۵ سلنه او یا ۵۰ سلنه خو يي خامخا ترهګر دي.

ویاند ترینه پوښتنه وکړه چې ایا په ادلب کې ستاسې په وینا ۷۵ سلنه خلک باید ټول ووژل شي؟ هغه په ځواب کې وویل چې هو، دا ټول باید ووژل شي. که په ادلب کې ۲۵ یا ۵۰ فیصده بې ګناه انسانان وي‌ خو نور ټول ترهګر دي‌ او ددې ټولو وژل پکار دي.

هغه د خپرونې په وروستیو برخو کې یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې په ادلب کې باید دا ټول کسان ووژل شي‌ ځکه چې دا ټول ترهګر دي.



اړوند خبرونه