په ایران کې د کرونا ویروس او تقلبي‌ الکولي‌ مشروباتو نه وروسته سیلاونو هم ګن شمیر کسان ووژل

په ایران کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۲۱ تنو ته لوړه شوه

1389104
په ایران کې د کرونا ویروس او  تقلبي‌ الکولي‌ مشروباتو نه وروسته سیلاونو هم ګن شمیر کسان ووژل

د ایران په سویلي‌ سیمو کې د زورورو بارانونو د اورښت په نتیجه کې د رامنځته شوو سیلاونو کورونو د نړیدو په نتیجه کې د مړو شمیره ۲۱ تنو ته لوړه شوه.

د ایران د مرستندویه سازمان ویاند مجتبی خالد  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي. چې د مارچ د ۲۲ مې نیټې نه راپدیخوا په هیواد کې د  زورورو بارانونو د اورښت په نتیجه کې د رامنځته شوو فلاکتونو له امله په فارس ولایت کې ۱۱ تنو، په هرمزګان کې ۳ تنو، په قم کې ۳ تنو، په سیستان  بلوچستان کې ۲ تنو او په بوشهر کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان د هرمزګان په ولایت کې ۱۴ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د ویلو ده چې په ایران کې د تقلبي‌ او بې کیفیته الکولي‌ مشروباتو له امله هم د مړو شمیره ۳۱۰ تنو ته رسیدلې ده.


پيوندونه: #سیلاونه , #ایران

اړوند خبرونه