ایران: په قره باغ کې تش په نامه د ولسمشرۍ او پارلماڼي‌ ټاکنې موجود بحران لا پسې ژوروي

ایران  خبرداری ورکړ  چې د ارمنستان تر اشغال لاندې د اذربایجان د بره قره باغ په سیمه کې تش په نامه ټاکنې به د قره باغ ستونزه لا پسې ژوره کړي.

1388414
ایران: په قره باغ کې تش په نامه د ولسمشرۍ او پارلماڼي‌ ټاکنې موجود بحران لا پسې ژوروي

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي  د ارمنستان تر اشغال لاندې د اذربایجان د بره قره باغ په سیمه کې نن ترسره کیدونکي تش پ نامه د ولسمشرۍ او پارلماني‌ ټاکنو په اړه ارزونې وکړې.

موسوي‌ وویل چې ( مونږ د خپلو دواړو ګاونډیو هیوادونو اذربایجان او ارمنستان  د موجودو ستونزو د لا ژورولو سبب کیدونکو  هر ډول اقداماتو ترسره کولو نه د ډډه کولو غوښتنه کوو.)

ایران په سیمه کې د روانو ستونزو د ډیرولو او بحران د لوړولو سبب ګرځیدونکو هر ډول اقداماتو سره مخالفت کوي.

موسوي‌ وویل چې د قره باغ ستونزه باید د نړۍوالو حقوقو او سوله ایزو لارو څخه حل شي.



اړوند خبرونه