په ایران کې د تقلبي‌ او بې کیفیته شرابو له امله  مړو شمیره ۲۵۵ تنو ته لوړه شوه.

د ایران په فارس ولایت کې د تقلبي‌ او بې کیفیته الکولو له امله د کرونا ویروس په پرتله لا زیاتو کسانو ژوند د لاسه ورکړی

1385348
په ایران کې د تقلبي‌ او بې کیفیته شرابو له امله  مړو شمیره ۲۵۵ تنو ته لوړه شوه.

 

د ویلو ده چې په ایران کې شراب د کرونا ویروس نه انسان ژغوري‌  د ادعا او اوازو د خپریدو نه وروسته یو زیات شمیر کسانو د الکولي‌ مشروباتو په کارولو پیل کړی دی.

 

د ایران د فارس ولایت د بیړنیو حالاتو د مرکز رئیس محمد جواد مرادیان د ایرنا خبري‌ اژانس سره په مرکه کې ویلي‌ دي‌ چې د مارچ د ۶ مې نیټې نه راپدیخوا په فارس ولایت کې د بې کیفیته او تقلبي‌ الکولي‌ مشروباتو د کارونې له امله د مسموم شوو کسانو شمیره ۵۹۲ تنو ته رسیدلې ده. نوموړي‌ کسان په روغتونونو کې د درملنې لاندې قرار لري.

هغه وویل چې ددې ۵۹۲ تنو نه ۷۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 

هغه وویل په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو نه وروسته د هغه ادعاګانو او اوازو نه وروسته چې الکول د کرونا ویروس نه د ژغورنې او تداوۍ لپاره ډیر ګټور دي یو زیات شمیر کسانو الکولو ته مخه کړې ده چې په نتیجه کې په سلګونو کسان مسموم شوي‌ دي.

 

هغه وویل چې په فارس ولایت کې د الکولو له امله د مسموم شوو او ژوند د لاسه ورکوونکو شمیره د کرونا ویروس نه لوړه ده. هغه وویل چې په فارس ولایت کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس له امله ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او الکولو له امله بیا ۷۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

 

د ویلو ده چې په ایران کې د الکولو له امله په خوزستان کې ۶۶ تنو، په البرز کې ۳۱ تنو، په ختیځ اذربایجان ولایت کې ۲۰ تنو، اردبیل کې ۱۹ تنو، رضوي‌ خراسان کې ۱۳ تنو، مازنداران کې ۱۲ تنو، اصفهان کې ۷ تنو، کردستان کې ۶تنو، همدان کې ۴ تنو، کرمانشاه او بوشهیر کې ۴ تنو، هرمزګان کې ۱ تن ژوند د لاسه ورکړی دی.

 



اړوند خبرونه