په ایران کې په هرو لسو دقیقو کې یو تن د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکوي

په ایران کې په هرو لسو دقیقو کې یو تن د نوي‌ ډول کرونا ویروس ( کووید ۱۹ ) له امله ژوند د لاسه ورکوي. دا خبره د ایران د روغتیا د وزارت ویاند کیانوش جهانپور وکړه.

1380996
په ایران کې په هرو لسو دقیقو کې یو تن د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکوي

 

هغه دا څرګندونې د خپل ټویټر پاڼې له لارې وکړې.

هغه وویل چې په ایران کې په هرو لسو دقیقو کې یو تن د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکوي. په یو ساعت کې نږدې ۵۰ تنه پدې ویروس اخته کیږي.

جهانپور د ایران په خلکو د نوروز په رخصتیو کې د خپلو کورونو نه د نه وتو او د تګ راتګ د نه کولو په اړه خبرداری ورکړ.

د بله پلوه د ایران په پلازمینه تهران کې د شهدا پاکدشت د روغتون د ډاکټرانو نه شیرین روحان ایراد د نوي‌ ډول کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان په ایران کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه پورې ۱۰ تنو ډاکټرانو او ۴ تنو نرسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې په ایران کې د لومړي‌ ځل لپاره د کرونا ویروس د فبروري په ۹ مه نيټه په قم ولایت کې ولیدل شو چې وروسته په ډیرې چټکۍ سره ټول هیواد ته خپور شو.

د ایران د روغتیا وزارت ویلي‌ دي‌ چې  تر پرونه پورې په ایران کې د کرونا ویروس له امله ۱۱۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او د مثبتو پیښو شمیره ۱۷۳۶۱ ته لوړ شوي‌ دي. 



اړوند خبرونه