په ایران او اندونیزیا کې هممهاله زلزله شوې

د ایران په سویل کې د هرمزګان ایالت اړوند حیمیر په ولسوالۍ کې او د اندونیزیا په ختیځ کې نوسا تنګارا په ایالت کې د ریشتر په کچه د پنځه عشاریه ۴ په لویوالي سره زلزله رامنځته شوې ده .

1378734
په ایران او اندونیزیا کې هممهاله زلزله شوې

 

د تهران پوهنتون د مځکپیژندنې مرکز ویلي دي چې  د هرمزګان ولایت اړوند د حیمیر په ولسوالۍ کې د ۵ عشاریه ۴ په لویوالي سره زلزله شوې ده .

ویل کیږي زلزله تیره شپه په ځايي وخت د شپې په ۱ بجه او ۳۴ دقیقو رامنځته شوې ده.

زلزله د مځکې لاندې په ۱۶ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .

د زلزلې له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې او یا زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.

د بله پلوه د اندونیزیا د هوا پیژندنې چاپیریال او جیوفزیک مرکز ددې هیواد په ختیځ کې د نوسا تینګارا په ایالت کې د ۵ عشاریه ۴ په شدت سره د زلزلې د رامنځته کیدو نه خبر ورکړی دی.

ویل کیږي پدې زلزله کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.



اړوند خبرونه