په عراق کې یو ځل بیا د امریکايي ځواکونو په پوځي‌ هډې راکټي‌ برید وشو.

په عراق کې د یوې اونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډی راکټي بریدونه وشو

1378083
په عراق کې یو ځل بیا د امریکايي ځواکونو په پوځي‌ هډې راکټي‌ برید وشو.

 

د عراق پلازمینې بغداد شمال لوري‌ ته د امریکايي‌ ځواکونو د تاجي‌ په پوځي‌ هډې د دویم ځل لپاره راکټي‌ برید وشو.

سیمه ایزو رسنیو د عراق د امنیتي‌ سرچینو له قوله لیکلي‌ دي‌ چې د امریکايي‌ ځواکونو د تاجي په پوځي‌ هډې د روانې اونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره راکټي‌ برید وشو.

د عراقي‌ مقاماتو په نوموړي برید کې د مرګ ژوبلې په اړه بې خبري‌ ښودلې ده .

سیمه ایزو رسنیو د برید په اړه په خپرو کړو عسکونو کې ښکاري‌ چې د تاجي‌ پوځي‌ هډې نه لوګي‌ او دوړې پورته کیږي.

د یادولو وړ ده چې درې ورځې مخکې هم د امریکايي ځواکونو په همدې پوځي‌ هډې راکټي‌ بریدونه شوي‌ وو چې په نتیجه کې ۲ تنه امریکايي سرتیرو او یو تن انګلیس سرتیري‌ ژوند د لاسه ورکړی وو او ۱۲ تنه نور سرتیري‌ ټپيان شوي‌ وو.

امریکا ددې بریدونو په ځواب کې په سوریه کې د ایراني‌ ځواکونو په پوځي‌ هډو او په عراق کې د ایران پلوو شیعه ډلو حشد الشعبي‌ او حزب الله پر پوځي‌ مرکزونو او هډو پراخه بریدونه وکړل.

 

 



اړوند خبرونه