په ایران کې د بې کیفیته او جعلي شرابو له امله د مړو شمیره ۷۳ تنو ته لوړه شوه.

په ایران کې د بې کیفیته شرابو له امله د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده

1376963
په ایران کې د بې کیفیته او جعلي شرابو له امله د مړو شمیره ۷۳ تنو ته لوړه شوه.

 

د ایران د خوزستان  او مازنداران په ولایتونو کې د تیرې یوې اونۍ په دننه کې د بې کیفیته او جعلي شرابو له امله د مړو شمیره ۷۳ تنو ته لوړه شوې ده .

د ایران د خوزستان د طبي علومو د پوهنتون ویاند علي احسانپور خبري رسنیو ته ویلي دي چې  په خوزستان ولایت کې د مارچ د ۶ مې نیټې نه راپدیخوا د بې کیفیته او جعلي شرابو له امله څه باندې  ۵۰۰ تنه مسموم شوي دي .

هغه وویل چې  د نوموړو کسانو نه یواځې په خوزستان ولایت کې ۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان  د البرز په ولایت کې ۱۵ تنو ، په مازنداران کې ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چې پدې ډول د مړو شمیره ۷۳ تنو ته رسیدلې ده .

د اخواز د لوی څارنوالۍ سرپرست ویلي دي چې د بې کیفیته او جعلي شرابو په اړه په روانو تحقیقاتو کې ۱۷ تنه نیول شوي دي.

هغه ویلي دي چې  ځینې کسان ددې په خاطر چې الکول ویروس د مخنیوي سره ګټه کوي جعلي او بې کیفیته شرابو ته مخه کړې ده چې دې مسئلې فلاکت رامنځته کړی دی.


پيوندونه: #جعلي شراب , #ایران

اړوند خبرونه