په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده .
په ایران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۷۷ تنه ښودل شوې
د ایران د روغتیا وزارتاعلان وکړ چې پدې هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹۲ تنو ته او پدې ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۲۸۲۲ تنو ته لوړه شوې ده .
ایران ویلي دي چې ۴۳۵ تنه چې په کرونا ویروس اخته شوو وو د تداوۍ نه وروسته ښه شوي او د روغتون نه خارج شوي دي.
د بله پلوه د نوموړي هیواد ځینې سرچینې وايي چې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو شمیره د دولت لخوا د اعلان شوي شمیرې نه په مراتبو لوړه ده. په ټولنیزې مډیا کې په خپرو شوو ویدیو ګانو کې ښکاري چې د روغتون په دهلیزونو کې په لسګونو تنه د کرونا ویروس له امله د وژل شوو کسانو مړي چې په تورو کڅوړو کې اچول شوي دي په دهلیزونو کې پراته دي.
د ایران د پارلمان مرستیال تیره ورځ اعلان وکړ چې د پارلمان په ۲۳ تنو وکیلانو کې د کرونا ویروس تثبیت شوی دی.
د ایران د امبولانس د ادارې رئیس هم په کرونا ویروس اخته شوی دی.
په سویلي کوریا کې تر ۶۰۰ ډیرې د کرونا ویروس تازه مثبتې پیښې ثبتې شوي دي. همداشان پدې هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۵۱۹۶ ته لوړه شوې ده . د سویلي کوریا د روغتیايي مقاماتو په وینا پدې هیواد کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه پورې ۲۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په مراکش کې هم د کرونا د ویروس لومړنۍ مثبته پیښه تثب شوې ده. د مراکش روغتیا وزارت ویلي دي چې په یو تن کې چې پدې نږدې کې د ایټالیا نه راغلی دی د کرونا ویروس ثبیت شوی دی.
متحده عربي اماراتو ویلي دي چې د کرونا ویروس له امله به ټول ښوونځي د ۴ اونیو لپاره رخصت کړي.
همداشان په امریکا متحده ایالتونو کې هم د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹ تنو ته لوړه شوه.
په چین کې د کورنا ویروس د مړو شمیره ۲۹۸۳ تنه ښودل شوې ده .
د چین د روغتیا ملي کمیسیون ویلي دي چې پدې هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸ تنو د کرونا ویروس له امله ژوند دلاسه ورکړی دی چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۹۸۳ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان پدې هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹ تازه مثبتې پیښې ثبت شوي دي.