د ایران د روغتیا د وزارت مرستیال په کرونا ویرس اخته شوی دی

د ایران د  روغتیا د وزارت مرستیال ایرچ حریري چي په نوي ډول کرونا ویروس اخته شوی دی.

د ایران د روغتیا د وزارت مرستیال په کرونا ویرس اخته شوی دی

 

دا خبره هغه پخپله وکړه. همداشان  د ایران د پارلمان یو تن وکیل محمود صادق هم د خپل ټویټر پاڼې له لارې لیکلي دي چې  د کرونا په ویروس اخته  شوی دی.

په  هغه کې کرونا ویروس تثبیت شوی دی.

پدې ډول په هیواد کې د کرونا د ویروس د مثبتو واقعو شمیره ۹۷ ته لوړه شوه.

په ایران کې ۴ تنو نورو هم  د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړ او پدې ډول د مړو شمیره ۱۶ تنو ته لوړه شوه.

د ویلو ده چې تیره ورځ د ایران په پارلمان کې د قم د ولایت استازي فراهاني  د کرونا ویروس له امله د ۵۰ تنو د وژل کیدو  او تر ۲۵۰ تنو ډیرو پدې ناروغۍ د اخته کیدو ادعا کړې وه.

هغه حکومت د نوموړي ویروس په اړه خلکو ته د سمو معلوماتو په پټولو تورن کړی وو.

 


پيوندونه: کرونا ویروس , ایران

اړوند خبرونه