په ایران کې د کرونا ویروس ناروغۍ له امله د مړو شمیره ۵۰ تنو ته لوړه شوې ده.
په ایران کې د کرونا ویروس له امله ۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د ایران په ملي شورا کې د قم ولایت استازي احمد امیرآبادي فراهاني ویلي دي چې په قم ولایت کې د کرونا ویروس له امله ۵۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې د حکومت لخوا اعلان شوی رقم د اصلي رقم نه ډیر زیات ټیټ دی.
د ویلو ده چې د ایران حکومت نن د سهار په هیواد کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شمیره ۱۲ تنه اعلان کړه.
د ایران حکومت وویل چې په هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۴۷ تنه ده خو د قم استازي فراهاني بیا ویلي دي چې په ویروس د اخته کسانو شمیره تر ۲۵۰ تنو ته اوښتې ده . هغه د ۲۵۰ تنو په قرنطین کې د نیول کیدو نه خبر ورکړی دی.
هغه په حکومت نیوکه کړې ده چې د کرونا ویروس په مخنیوۍ کې پاتې راغلی دی او ناکامه شوی دی.
د بله پلوه د ایران د روغتیا د وزارت معین ایرج حریرچي بیا د کرونا ناروغۍ له امله د ۵۰ تنو د وژلو کیدو اړوند ادعا په کلکه توګه رد کړې ده .
هغه ویلي دي چې د قم د استازي دا ادعا په کامله توګه حقیقت نلري.