د ایران د قم په ښار کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ژوند د لاسه ورکړ.
په ایران کې په کرونا ویروس اخته دوو تنو ژوند د لاسه ورکړ
1363013
د ایران د قم په ښار کې د کرونا د ویروس د دوو پیښو د ثبتیدو نه وروسته په ویروس اخته دواړو ناروغانو ژوند د لاسه ورکړ.
ویل کیږي په قم ښار کې د چار شنبې په ورځ د کرونا ویروس له امله د ژوند د لاسه ورکولو نه وروسته نن ۵ شنبه په یاد شوي ولایت کې پوهنتونونه او ښوونځي رخصت کړی شول.
همداشان د یاد شوي هیواد عامې روغتیا وزارت د انتاني ناروغیو کمیټې د کرونا د ویروس له امله د وژل شوو دوو تنو د کورنۍ او نږدې کسانو د قرنطین کولو غوښتنه وکړه.
همداشان په ښار کې د لا زیاتو تدابیر د نیول کیدو غوښتنه شوې ده .