د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې په ښار کې چاودنه وشوه.
په کوټه کې چاودنه وشوه
1361054
د کوټې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د شارع اقبال په سیمه کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یو تن مړ او لږ تر لږه ۵ تنه ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د چاودنې ډول تر اوسه پورې معلوم ندی خو په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.
د ویلو ده چې د تیرې میاشتې په لسمه نيټه هم د کوټې د سټلایت ټاون په سیمه کې په یو جومات کې چاودنه وشوه چې د پولیسو د مشر امان الله خان په ګډون ۱۵ تنو پکې ژوند دلاسه ورکړ او ۱۹ تنه نور ټپيان شول.