د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو یو تن بل مشهور قومندان هم  په سوریه کې ووژل شو.

ایراني قومندان پاشاپور په سوریه کې ووژل شو

د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو یو تن بل مشهور قومندان هم  په سوریه کې ووژل شو.

 

د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو  یو تن مشهور قومندان  او د قدس د پخواني مشر قاسم سلیماني  نږدی  ملګری اضغر پاشاپور د سوریې د حلب په ولایت کې په نښتو کې ووژل شو.

د ایران دولتي تلویزیون  د خبر له مخې  پاشاپور وړمه ورځ  په حلب کې  د سوري مخالفینو سره  په نښته کې  ووژل شو.

ویل کیږي  پاشاپور تیره میاشت  په عراق کې د امریکا لخوا د وژل شوي  د قدس ځواکونو د پخواني قومندان  او پياوړي ایراني جنرال  قاسم سلیماني ډیر نږدی  ملګری  وو.

هغه  د هغه کسانو نه وو چې  د سوریې د جګړې په پيل کې د سلیماني سره  یو ځای  نوموړي هیواد ته لاړ.

د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ته نږدې  خبري رسنیو ویلي دي چې په سوریه کې  د جګړې د پيلیدو راهیسې  د سپاه پاسداران نږدې ۲۴۰۰ تنو ځواکونو  ژوند  د لاسه ورکړی دی.

د یادولو وړ ده چې  امریکا متحده ایالتونو  د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري د میاشتې په دریمه نیټه  د عراق په پلازمینه  بغداد کې  د قدس د ځواکونو د قومندان  جنرال قاسم سلیماني او د حشد الشعبي د ډلې د مرستیال  ابو المهدي  د موټرو پر کتار هوايي برید وکړ چې په نتیجه کې ددوې سربیره دویته نږدې  ګن شمیر نورو کسانو هم  ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه