په باجوړ کې په یو کور د هاوان مرمۍ لګیدلې ده
په پاکستان کې د افغانستان سره په پوله کې د باجوړ په سیمه کې په یو کور د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
1351905
د باجوړ پولیسو هاوان مرمۍ د افغان له لورې د راتوغول کیدو ادعا کړې ده .
پولیسو ویلي دي چې هاوان مرمۍ د باجوړ د سالارزیو د ولسوالۍ اړوند بانګرو بټوار په کلي کې په یو کور لګیدلی ده چې په نتیجه کې ۴ تنو ماشومانو په ګډون ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان په نوموړي کور چې د هاوان مرمۍ پرې لګیدلې ده په کامله توګه ویجاړ شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د باجوړ سیمه د ۲۰۰۹ کاله پورې د طالبانو تر حاکمیت لاندې وه.
افغانستان بیا د پاکستان د ادعا په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.