امریکا د ایران د قدس د ځواکونو نوی قومندان هم ګواښلی دی

ایران  د امریکا  لخوا د ایران د سپاه پاسداران  د قدس د ځواکونو  د مشر قاسم سلیماني  ځای ناستي  جنرال اسماعیل قاآني  ګواښل  په کلکو ټکو وغندل.

امریکا د ایران د قدس د ځواکونو نوی قومندان هم  ګواښلی دی

 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت  ویاند  عباس موسوي  په خپور کړي بیان کې د ایران لپاره د امریکا د ځانګړي  استازي براین هوک  هغه  څرګندونې او ګواښ په اړه چې ویلي دي

" که چیرې  د قدس ځواکونو  نوی  قومندان  قاآني د امریکایانو د وژلو په برخه کې  د سلیماني  لار تعقیب کړي د هغه  برخلیک به هم  د سلیماني  په څیر  شي " ډیر سخت غبرګون وښود  .

هغه ویلي دي چې  د امریکا  لخوا د قاآني  ګواښل  په اصل کې  د امریکا لخوا د دولتي ترهګرۍ  نه  د پردې  پورته کیدل  او دې کار ته  د مشروعیت ورکولو په معنا  دي. هغه د نړۍوالې نه  د امریکا  چې  نور هم  دولتي  ترهګرۍ ته  هڅوي  د غندولو  غوښتنه کړې ده .

د یادولو وړ ده چې امریکا متحده ایالتونو د روان میلادي کال د جنوري په دریمه نيټه   عراق په پلازمینه بغداد کې د هوايي ډګر ترڅنګ  د ایران د قدس ځواکونو  په پیاوړي  او مشهور  جنرال  قاسم سلیماني  هوايي برید وکړ چې په نتیجه کې هغه او د هغه ملګري ووژل شول. ایران بیا  د په قاسمي د برید په بدل کې  د جنوري په ۸ مه نيټه  په عراق کې د امریکايي ځواکونو  په دوو هډو  د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل.



اړوند خبرونه