د سپاه پاسداران د بسیج د ځواکونو یو قومندان ووژل شو

د ایران  د سپاه پاسداران  اړوند د بسیج  ځواکونو  د دارخوین ښار د سیمې عمومي  قومندان  عبدالحسین مجدمي په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

د سپاه پاسداران د بسیج د ځواکونو یو قومندان ووژل شو

 

ویل کیږي  نوموړی د ناپیژانده  او مخ  پیچلو  کسانو لخوا  وژل شوی دی. هغه  نن  د سهار په خپل کور کې وژل شوی دی.

سعید حاجیان  د سادګان  د ښار  امنیتي مسئول  خبري  رسنیو ته ویلي دي چې  عبدالحسین  مجدمی  د کلاشینکوف  په ډزو وژل شوی دی .

د بله پلوه  د ایسنا خبري اژانس  بیا  د شادګان  د ښار  د امنیتي مقاماتو له قوله لیکلي دي چې  عبدالحسین مجدمي  د شپې په ناوخته ساعتونو کې کور ته راغی. یو ساعت وروسته د کور نه  راووت  او غوښتل يي چې خپل موټر ګراژ ته  داخل کړي   د دوو نامعلومو وسله وال لخوا پرې  ډزې وشوې  او ووژل شو.

د پيښې په اړه  تحقیقات پيل شوي دي .



اړوند خبرونه