په بلوچستان کې د واورې د اورښت په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی

د پاکستان  د بلوچستان  په ایالت کې  د  ډیرو زیاتو واورو د اورښت په نتیجه کې  ۱۴ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی.

په بلوچستان کې د واورې د اورښت په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی

 

ویل کیږي  پدې ایالت کې په تیرو  ۲۰ کلونو تر ټولو  زیاته  واوروه  وریدلې ده. ویل کیږي  د ډیرې زیاتې واورې د اورښت له کبله  یو زیات شمیر کورونه  نړلي دي .

د بلوچستان ایالت  د شهابزي  په سیمه کې  یو خام  کور  د ډیرې زیاتې واورې له کبله  نړېدلی دی چې په نتیجه کې  ۳ تنو ماشومانو او ۳ تنو هم  لویانو ژوند د لاسه رورکړ.

همداشان  د افغانستان سره په پوله کې  پرته  د کیلي لقمان  په سیمه کې  د نامزادۍ په مراسمو کې  د کور د چټ  د نړېدو  په پایله کې  ۷ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

همداشان  د کیلي چوقال  په سیمه کې هم  د واورې له امله یو کور  چت ناست  دی چې په نتیجه کې یو تن ژوند د  لاسه ورکړی دی.

د سیمې  د هوا پیژندنې ادارې  او ځايي خلکو ویلي دي چې  په بلوچستان کې  د اټکلونو نه لا زیاته  واوره  وریدلې ده. د واورې پلنوالی د اټکلونو نه  ډیر زیات  لوړ  دی.

ویل کیږي  په بلوچستان کې په بعضو سیمو کې د واورې پلنوالی  د ۱ عشاریه ۴ مترو نه  لوړ شوی دی.

د بلوچستان په مرکز  کوټه کې  په هوايي ډګر کې د ډيرو زیاتو واورو له کبله یو زیات شمیر الوتنې  لغوه شوي دي.



اړوند خبرونه