په سوریه کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو پر ایراني پلوه ډلو بریدونه کړي
د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ د داعش پرخلاف د ائتلافي ځواکونو پرون شپه په سوریه کې د دیروزور په ولایت کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو تر امر لاندې د اسد پر پلوي ځواکونو هوايي بریدونه کړي.
ویل کیږي دا برید د ابو کمال په ولسوالۍ کې د حزب الله د ډلې پر هدفونو شوی دی. پدې برید کې د ۴ ټانکونو او یو زیات شمیر وسلو د لمنځه وړو نه خبر ورکړ شوی دی. پدې برید کې د ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.
ویل کیږي په سوریه کې د ائتلافي ځواکونو کشفي الوتکو پر ایران پلوو ډلو کشفي الوتنې د پام وړ ډیرې کړي دي.
په سوریه کې د امریکا او ایراني ډلو ترمنځه اړیکې د جنوري په دریمه نيټه د امریکا لخوا په عراق کې د قدس د ځواکونو د عمومي قومندان قاسم سلیماني د وژلو نه راپدیخوا ښه پسې ترینګلي شوي دي.
په سوریه کې د بشار اسد ځواکونو ملاتړي ایران پلوه بهرنۍ ترهګرې ډلې د اسد د پلو ځواکونو په توګه دنده اجراء کوي. نوموړي په ځانګړې توګه د عراق سره په پوله کې د دیروزور په ولایت کې موقعیت لري.
ایران پلوه شیعه ډلې په ځانګړې توګه په سوریه کې د سنیانو په سیمه کې د شیعه مذهب د نشرولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي.