په پاکستان کې په جومات کې دننه چاودنه شوې

د پاکستان د بلوچستان  ایالت په مرکز  کوټې ښار کې چاودنه وشوه.

په پاکستان کې په جومات کې دننه چاودنه شوې

 

د اسلام آباد نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د بلوچستان ایالت  مرکز کوټې ښار  په سټلایت ټاون  سیمه کې  په جومات کې  دننه  چاودنه شوې.

د چاودنې  هدف  د سیمې د پولیسو یو تن مشر  امان الله خان وو.

پولیسو  ویلي دي چې پدې چاودنه کې  د پولیسو د مشر  امان الله خان په ګډون  ۱۴تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پیښې قربانیان  نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې د چاودنې نوعیت  تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.  


پيوندونه: چاودنه , جومات , پاکستان

اړوند خبرونه