د ایران لخوا د امریکا پر هډو د برید نه وروسته د روحاني او خامنه يي څرګندونې
د ایران ولسمشر حسن روحاني د ایران لخوا په عراق کې د امریکا پر پوځي هډو د برید نه وروسته امریکا ته خبرداری ورکړ.
حسن روحاني ویلي دي چې " امریکا کیدای شي چې پر قاسم سلیماني د برید سره هغه لاس پرې کړی وي خو ایران به په سیمه کې د امریکا د خپو د غوڅولو سره نوموړو ته ځواب ورکړي. "
همداشان د ایران دیني رهبر ایت الله علي خامنه يي هم د ایران لخوا په عراق کې د امریکا پر پوځي هډو د بریدونو نه وروسته څرګندونې وکړې. هغه وویل چې تیره شپه مو پر امریکايي هډو د بریدونو سره امریکا ته لومړنی ګوزار ورکړ. د امریکا پر مقابل کې به زمونږ اقدامات دوام وکړي. هغه وویل تر کومه چې هر حرکت په دیني عقایدو تکیه ولري ډیر کم جنګیالي سترو قوتونو ته ماته ورکوي.
خامنه يي په خپلو څرګندونو کې وویل چې شهید قاسم سلیماني هم زړور او هم ښه عالم شخصیت وو. بعضې انسانان زړور وي خو عالم نوي او بعضې انسانان بیا عالم وي خو په خپلې خوښې او ازاده ژوند د تیرولو لپاره جسارت او زړورتیا نلري خو په شهید سلیماني کې دواړو صفاتو شتون درلود.
د هغه بله مهمه ځانګړتیا په کورنیو چارو کې د مداخلې نه کول وو. د هیڅ کوم سیاسي ګوند او جریان نه يي ملاتړ نه کولو. هغه یوه ډیره ستره دولتي اډیالوژي درلوده.
هغه د پوځي برخو په څیر په سیاسي برخو کې هم ډیر مهم شخصیت وو. د سلیماني لپاره جوړ شوې د جنازې مراسم امریکا ته تر ټولو سخت ګوزار او پر مخ څپیړه وه.سلیماني جنازې نړۍ ته دا وښوده چې په ایران کې انقلاب اوس هم ژوندی دی او امریکا د ایران ستر دښمن دی.
هغه د امریکا سره د اټومي مذاکراتو نه د امریکا ژرندې ته د اوبو چلولو په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې په سیمه کې د امریکا شتون د ټولو بربادیو او بدبختیو اصلي سرچینه ده. امریکا باید هر څه ژر د سیمې نه ووځي.
اړوند خبرونه
په پاکستان کې د شیعه او سوني ډلو ترمنځه په نښتو کې د مړو شمیره د ۱۳۰ تنو نه واوښته
پاکستان شمال لویدیځ کي د دوو اونیو راهیسي په روانو مذهبي جګړو کي د مړو شمیره ۱۳۰ تنو نه واوښته.