د قاسم سلیماني لپاره په تهران کې د سلګونو زرو تنو په ګډون د جنازې مراسم جوړ شول

په تهران کې د قاسم سلیماني جنازه وشوه

1335409
د قاسم  سلیماني لپاره  په تهران کې د سلګونو زرو تنو په ګډون د جنازې مراسم جوړ شول

د تیرې جمعې په  ورځ  د امریکا لخوا په عراق کې په هوايي برید کې وژل شوي  د ایران  د قدس د ځواکونو قومندان  جنرال قاسم سلیماني  په خاطر  نن  په پلازمینه تهران کې  د جنازې ځانګړي مراسم  جوړ شوي دي.

د ویلو ده چې  د سلیماني  جنازې په مراسمو کې  د نوموړي هیواد دیني رهبر آیت الله علي خامنه يي او ولسمشر حسن روحاني  په ګډون په سلګونو زرو تنو ګډون کړی دی.

د ایران دیني رهبر خامنه يي  د سلیماني  د جنازې د لمانځه پر مهال  خپله هم  وژړل  او په سلګونو زره  تنه ګډونوال يي هم  وژړول.

د سلیماني د جنازې په مراسمو کې ګډون کوونکي په سلګونو زره تنه  د امریکا  پر خلاف  شعارونه ورکوي.

د ویلو ده  چې  لنډه موده  مخکې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په یوې هډې  د برید او وروسته  په بغداد کې د امریکا پر سفارت  د بریدونو نه وروسته  امریکا  د تیرې جمعې په ورځ  په بغداد کې د ایران د قدس د ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني او حشد الشعبي  د ډلې  د مرستیال ابو مهدي  المهندسي  د موټرو پر کاروان هوايي برید وکړ.

پدې برید کې  د سلیماني او مهندسي  په ګډون  ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د ویلو ده چې  د قاسم  سلیماني  لپاره  لومړی  په عراق کې او وروسته بیا  د ایران د اهواز  په ښار کې د جنازې مراسم  جوړ شول.

همداشان  نن  په پلازمینه تهران کې  د سلګونو زرو تنو په ګډون  د جنازې مراسم جوړ شوي وو.

د قاسم  سلیماني  جنازه به د ایران د کرمان  په ښار کې  خاورو ته وسپارل شي.



اړوند خبرونه