ایران د قاسم سلیماني ځای ناستی وټاکه
ایران د امریکا لخوا د قدس د ځواکونو د عمومي قومندان قاسم سلیماني د وژل کیدو نه وروسته د هغه ځای ناستی اعلان کړ.
1334352

د ایران دیني رهبر آیت الله علي خامنه يي د امریکا لخوا د قدس د ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني د وژل کیدو نه وروسته اسماعیل قاآني د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکه.
د ایران د دیني رهبر د دفتر لخوا د خپور بیان له مخې د ایران د وسله والو ځواکونو عالی سرقومندان او دیني رهبر آیت الله علي خامنه يي د پیاوړي قومندان قاسم سلیماني د شهادت نه وروسته د جنرال اسماعیل قاآني د قدس د ځواکونو د عمومي قومندان په توګه وټاکه. په بیان کې راغلي دي چې جنرال اسماعیل قاآني د اوږدو کلونو راهیسې د قدس په ځواکونو کې د جنرال سلیماني سره اوږه په اوږه خدمت کړی دی.
اړوند خبرونه

په شمالي وزیرستان کې د پوځیانو په کاروان ځانمرګی برید شوی
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر کاروان د ځانمرګي برید په ترڅ کې څلور پوځیان وژل شوي دي.