قاسم سلیماني ووژل شو
د ایران د سپاه پاسدارن د ځواکونو د قدس د څانګې عمومي قومندان جنرال قاسم سلیماني د عراق په پلازمینه بغداد کې د هوايي ځواکونو په برید کې ووژل .
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون د یو بیان په خپرولو سره د سلیماني وژل ومنل او وویل چې هغه يي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په لارښونه او هدایت وژلی دی.
پنټاګون قاسم سلیماني د سلګونو تنو امریکایانو د وژلو او پدې وروستیو کې په عراق کې د امریکا پر سفارت د بریدونو مسئول وباله.
په بیان کې ویل شوي دي چې په سلیماني توغندیز برید په مستقیمه توګه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په هدایت شوی دی.
پنټاګون ویلي دي چې قاسم سلیماني د سلګونو تنو عراقي او امریکايي وګړو د مرګ ژوبلې او د دسمبر په ۲۷ مه نيټه د وروستي برید په ګډون د تیرو څو میاشتو راهیسې په عراق کې د ترسره شوو بریدونو امر ورکوونکی دی. جنرال سلیماني په روانه اونۍ کې په بغداد کې د امریکا پر سفارت د بریدونو ملاتړ کړی وو. دا برید د ایران د راتلوونکو بریدونو د مخنیوي او نوموړي هیواد ته د یو ښکاره پیغام د ورکولو په موخه ترسره شوی دی.
د بله پلوه عراقي مقاماتو پدې برید کې د قاسم سلیماني سربیره د حشد الشعبي ملیشه ځواکونو د عمومي قومندان د مرستیال مهدي المهندسي او په هوايي ډګر کې د یاد شوې ډلې د تشریفاتو مسئول محمد رضا په ګډون ۷ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ بیا د پنټاګون د څرګندونو نه څو دقیقې وروسته د خپل ټویټر پاڼې له لارې د امریکا بیرغ خپور کړ.