حسین سلامي : هیواد مو د جګړې پر لورې بیولې ندی خو د جګړې ډار هم  نلرو.

د ایران د انقلاب ساتوونکو ځواکونو  قومندان حسین سلامي  وویل چې  مونږ هیواد د جګړې پر لورې  بیولې ندی خو د جګړې ډار هم  نلرو.

1333717
حسین سلامي : هیواد مو د جګړې پر لورې بیولې ندی خو د جګړې ډار هم  نلرو.

د ایران نیمه خبري آژانس  تسنیم  د خبر له مخې  سلامي  دا څرګندونې  د نوموړي هیواد اهواز  په ښار کې مراسمو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وکړې. هغه په خپله وینا کې  په عراق کې د روانو پرمختګونو او پیښو په اړه د ایران او امریکا ترمنځه  روان بحران په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه  د امریکا لخوا په عراق کې د وروستیو پرمختګونو او پيښو پړه پر ایران د اچولو  په اړه ډیر سخت غبرګون وښود  او زیاته کړه " امریکا چې  هر کله په هر ځای کې ناکامه شي د خپلې ناکامۍ پړه  پر ایران اچوي."

هغه  د ایران او امریکا ترمنځه د احتمالي جګړې په اړه وویل " مونږ  هیواد د جګړې پر لورې بیولی ندی  خو د امریکا سره د جګړې نه ډار نلرو. مونږ وایو چې امریکا باید د ایران د خلکو سره  په سالمه او مناسبه ژبه  خبرې وکړي. "

د ویلو ده چې  د ۲۰۱۹ میلادي کال  د نوامبر په ۲۷ مه نيټه  د عراق د کرکوک په ښار کې  د امریکايي ځواکونو  پر هډې  برید وشو چې په پایله کې یو تن امریکايي مړ او ۴ تنه نور ټپیان شول.

امریکا متحده ایالتونو ددې برید  پړه  په عراق کې د حشد الشعبي  پر دلې واچوله  او وروسته يي په عراق او سوریه کې  د حشد الشعبي  کتائب حزب الله پر هدفونو  بریدونه وکړل. پدې بریدونو کې  ۲۸ تنه مړه او ۴۸ تنه نور ټپیان شول.

د امریکا ددې بریدونو نه وروسته په عراق کې په سلګونو تنو د حشد الشعبي پلویانو د امریکا د سفارت په مخکې مظاهره وکړه او په سفارت يي هم  برید وکړ. مظاهره کوونکو  د سفارت دروازې  ماټې کړې او ودانۍ ته يي  د پام وړ زیان  ورسو.

امریکا ددې مظاهرو مسئولیت هم  پر ایران واچو او وویل چې  ایران پدې مظاهرو کې مستقیم  لاس لري. ایران  د امریکا دا ټول تورونه رد کړل.

اړوند خبرونه