پاکستان د لاهور په ښار کې چاودنه وشوه.

په لاهور کې چاودنه شوې

1314580
پاکستان  د لاهور په ښار کې چاودنه وشوه.

 

د اسلام آباد نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  دا  چاودنه  په یوې ریکشا کې  شوې ده چې  له کبله يي  ۵ تنه  ټپیان شوي دي.

د لاهور پولیسو ویلي دي چې  چاودنه  د چوبرجي په سیمه کې  شوې ده .

ځینو سرچینو دا چاودنه  په ریکشا کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو موادو  د چاودنې په پایله کې د رامنځته کیدو او ځینو نورو بیا  چاودنه  د ریکشا د ګازو د بالون د چاودنې په پایله کې  د رامنځته کیدو نه خبر ورکړی دی.

د پیښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.



اړوند خبرونه