ایران ویلي ۸ تنه يي د امریکا استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور نیولي
ایران ویلي دي چې د امریکا د اسختباراتو د تشکیلاتو CIA سره د اړیکو درلودو په تړاو ۸ تنه مظاهره کوونکي نیولي دي.
د ایران د استخباراتو وزارت لخوا په خپور شي بیان کې ویل شوي دي چې د نیول شوو نوموړو ۸ تنو نه ۶ تنه مظاهره کوونکي دي او ۲ تنه نور چې هیواد نه بهر معلومات لیږل نیول شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې نوموړو دوو تنو چې د ژورنالستانو په جامه کې فعالیت کولو د امریکا د استخباراتو نه مالي مرسته ترلاسه کوله.
د ویلو ده چې ایران د امریکا لخوا پرې د لګول شوو بندیزونو له امله د قوي اقتصادي بحران سره مخامخ دی.
همداشان د حکومت لخوا د نوامبر په ۱۵ مه نیټه د تیلو بیه ۳۰۰ سلنه لوړیدو په هیواد کې سخت غبرګونونه وپارول او خلکو د حکومت پر خلاف پراخه مظاهرې پيل کړې.
د ویلو ده چې پدې مظاهرو کې لږ تر لږه د ۱۴۳ تنو د وژل کیدو او په سلګونو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکول کیږي.
اړوند خبرونه
په پاکستان کې د شیعه او سوني ډلو ترمنځه په نښتو کې د مړو شمیره د ۱۳۰ تنو نه واوښته
پاکستان شمال لویدیځ کي د دوو اونیو راهیسي په روانو مذهبي جګړو کي د مړو شمیره ۱۳۰ تنو نه واوښته.