ایران د چین او روسیې د سمندري ځواکونو سره ګډ تطبیقات کوي

ایران د عمان په سمندر کې د چین او روسیې د سمندري ځواکونو سره په ګډه تطبیقات کوي

ایران د چین او روسیې د سمندري ځواکونو سره ګډ تطبیقات کوي

د ایران د سمندري ځواکونو قومندان  تورن جنرال حسین خانزادي  وویل چې په نږدې راتلوونکې کې به   د روسیې او چین  د سمندري ځواکونو سره په ګډه د هند اقیانوس په شمال کې  د عمان په سمندر کې  تطبیقات  ترسره کړي.

هغه دا څرګندونې  د سمندري ځواکونو  د ورځې په مناسبت  جوړې شوې  خبري غونډې ته وکړې. هغه وویل چې  د روسیې او چین د سمندري ځواکونو سره  ددې ګډو تطبیقاتو لپاره چمتوالی  او پلانونه  پایته ورسیدلي دي.

هغه وویل چې دم ګړۍ په سیمه کې د امریکا لخوا ایران ته هیڅډول کوم ګواښ مخامخ ندی  خو دا هیواد  غواړي یواځې په سیمه کې  ناڅرګندي  رامنځته کړي. نن  ورځ چې د ځینو  خپلسرو  ډلو لخوا هم  ځینې فعالیتونه ترسره کیږي  امریکا هغه په خپل نامه  تماموي.

هغه زیاته کړه " که چیرې امریکایان کوچنۍ  اشتباه هم  مرتکب  شي  د ایران د وسله والو ځواکونو لخوا به ورته  ډیر  سخت  ځواب ورکړ شي."

هغه وویل چې ایران تر اوسه پورې  په لسګونو کښتۍ  نړۍوالو اوبو ته  استولي دي. نوموړې  کښتۍ  په بحرالاحمر  او سویش  کانال کې د ایراني  کښتیو  ساتنه کوي.

هغه زیاته کړه چې  د ایران نوې جنګي بیړۍ  چارې  به  هم د روان کال تر پایه سرته ورسیږي او سمندري ځواکونو ته به وسپارل شي.

هغه وویل چې  د ایران ټولې کښتۍ به په توغندیو  سمبال کړی شي.



اړوند خبرونه