د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو قومندان امریکا، اسراییلو او سعودي عربستان وګواښل
د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو قومندان : امریکا، اسراییل، انګلستان او سعودي عربستان ته به دم د جګړې په ډګر کې ډیر قوي ګوزارونه ورکړي چې په ځینو نړۍ خبره ده او په ځینو يي خبر نلري
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو عمومي قومندان جنرال حسین سلامي امریکا، انګلستان، اسراییل او سعودي عربستان وګواښل.
هغه په نوموړو هیوادونو غږ وکړ " که چیرې زمونږ سرې کرښې د خپو لاندې کړۍ تاسې به له منځه یوسو. "
په ایران کې پرون د رژیم پلویانو د تیرې اونۍ راهیسې په هیواد کې د تیلو د بیې د لوړیدو له امله د روانو مظاهرو په غبرګون کې په پلازمینه تهران کې مظاهره وکړه.
د رژیم پلوي مظاهره کوونکو چې د امریکا، اسراییل او سعودي عربستان پر خلاف شعارونه ورکول د نوامبر په ۱۵ مه نيټه د حکومت لخوا ۳۰۰ سلنه د تیلو د بیې د لوړیدو په اړه د پيل شوو مظاهرو نه د فتنه ګرو په توګه یادونه وکړه.
د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو عمومي قومندان جنرال سلامي دلته په خپله وینا کې د تیلو د بیې د لوړیدو له امله د پیل شوو مظاهرو نه د جګړې او جوړې شوې سناریو په توګه یادونه وکړه.
هغه وویل چې دا مظاهرې د امریکا، انګلستان، اسراییل او سعودي عربستان پر ملاتړ جوړ شوي دي.
هغه پدې هیوادونو غږ وکړ که چې " د جګړې په ډګر کې مو مونږ امتحان کړو او ډیره قوي څپیړه مو پر مخ وخوړه خو تاسې سره ځواب نه وو. نړۍ ددې څپیړو او قوي ګوزارونو د ځینو شاهدي کړې او د ځینو يي نده کړې. خو که چیرې زمونږ د سرې کرښې نه خپه واړوۍ تاسې به له منځه یوسو."
د یادولو وړ ده چې د ایران خلک چې د امریکا د سختو تحریمونو له امله د ډیرو سختو ستونزو او اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي حکومت هم د نوامبر په ۱۵ مه نيټه د تیلو بیه ۳۰۰ سلنه لوړه کړه.
د حکومت دې اقدام د خلکو د صبر کاسه چې ډکه شوې وه نوره تویه کړه او د هیواد په یو زیات شمیر ولایتونو کې د حکومت پر خلاف مظاهرې پیل شوې.
مظاهره کوونکو په یو زیات شمیر ولایتونو کې دولتې ودانيو، بانکونو ، د تیلو پمپونو او مارکیټونو ته زیان ورسو. د بله پلوه د بښنې نړۍوال سازمان ویلي دي چې د ایران په مظاهرو کې ۱۴۳ تنه وژل شوي دي.